د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سرخ رود او خوګیاڼ ولسوالیو او جلال آباد ښار کې ۲۶ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د دویم ځل لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
