د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو د سروې لړۍ پیل کړه
د ریاستالوزراء د محترم عالي مقام د حکم او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو پر بنسټ، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو د سروې لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.
یاده سروې، د ولایت مقام له لوري د ټاکل شوي درې کسیز پلاوي تر تشکیل وروسته پیل شوه، چې په لومړۍ ورځ شاوخوا ۲۳بېځایه شوې کورنۍ تر پوښښ لاندې ونیول شوې. ټاکل شوې ده چې د بېځایه شویو کورنیو په اړه د دقیقو معلوماتو د راټولولو په موخه به دا بهیر تر راتلونکو دوو ورځو پورې دوام ولري.
د یادونې ده، چې دا سروې د بېځایه شویو او زیانمنو کورنو د اړتیاوو د سمې پېژندنې او هغوی د اغېزمنو، شفافو او پر وخت مرستو رسولو په موخه ترسره کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
