د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو لپاره دري قلمه غیر خوراکي توکي وویشل
نن ورځ یک شنبه، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHRO مؤسسې په همغږۍ سره د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کي مرستي وویشلې.
په دې مرسته کي ټولټال ۱۸۰ کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو درې قلمه مواد وویشل.
1. ۱۲ چکې صابون
2. د اوبو د صفا لپاره ټوکرۍ
3. یو دانه کاچوغه
نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
