د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۳ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۳۰۳ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اوه سوه او اوه اتیا زره او اته سوه (۷۸۷،۸۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
