د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د درې پلچکونو د جوړولو کار پرانستل شو

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۲۳:۱۹
news image

د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان پر بنسټ،  له پیښو سره دمبارزی امادګی  ملی  اداری لخوا  د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پېښو د خطرونو د کمولو لپاره، د هر ولایت لپاره د یو میلیون افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده. چي د دي ادارې لخوا پلي کیږي.
د نیمروز ولایت له پېښو سره مبارزې د آمادګي ریاست په خاشرود ولسوالۍ کې د درې پايه پلچکونو د جوړولو کار د ۷۳۲,۰۰۰ افغانیو په ارزښت پیل کړ.
په دې پرانستنه کې، د نیمروز ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ رییس الحاج مولوي محمد قاسم محمد، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو او د خاشرود ولسوالۍ د کليو مشرانو ګډون درلود او د دې پلچکونو د جوړولو کار یې پیل کړ.
دا درې پايه پلچکونه د ۷۳۲,۰۰۰ افغانیو په ارزښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي لخوا جوړېږي او د خاش، رزۍ افغاني او د دیوالک کلیو د خلکو لپاره زیات اهمیت لري.
ورته مهال خلک د اسلامي امارت له دی نېک ګام څخه خوښ دي او هرکلی یې وکړ.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .