د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې
د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او درې زره او څلور سوه (۱٬۰۰۳٬۴۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې. همدارنګه یاد شمېر کورنیو هرې یوې ته څو ورځې مخکې ۴.۲ بیسکټ هم وېشل شوي وو.
په پای کې، مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د پر وخت مرستو ترلاسه کولو له امله خوښي څرکنده کړه.
نېټه: ۱۴۳۷/۱۱/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
