د هرات ولایت د اسلام‌قلعه په پوله کې له ایران څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالې هستوګنې لپاره د خیمو د درلو بهیر پیل شو 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۱۲
تصویر خبر

له ایران څخه په اجباري توګه د راستنېدونکو کډوالو د نوې څپې له پیل وروسته، د دغو کورنیو لپاره د لنډمهاله هستوګنې او استراحت ځای برابرولو په موخه، د هرات ولایت د اسلام‌قلعه په پوله کې د معیاري پنډغالي جوړولو لپاره د خېمو د درلو بهیر رسماً پیل شو.
 دا اقدام، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په لارښوونه، د سیمې له هموارولو او جغل اچولو وروسته، د مرکزي ادارې د عملیاتې ټیم له خوا ترسره شوی دی. ټاکل شوې چې دغه خیمې به په لومړنیو اسانتیاوو لکه، د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، تشنابونو، حمام، د کثافاتو ځایونو او نورو اړینو اړتیاوو سره سمبالې شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې موظف ټیمونو د پولې د صفري نقطې په سیمه کې د خېمو د درلو چارې ژر تر ژره پیل کړې، ترڅو د سلګونو بې‌سرپناه کورنیو لپاره د لنډمهاله ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړي. دغه خیمې په لومړي ګام کې د ښځو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او له زیان سره د مخ کسانو لپاره په پام کې نیول شوې دي.
د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د کډوالو د اجباري را اېستلو بهیر زور اخیستی او هره ورځ سلګونه کورنۍ په سختو شرایطو او پرته له لومړنیو امکاناتو هېواد ته راستانه کېږي. په داسې حال کې، د استراحت لپاره د مناسب ځای او د لومړنیو روغتیايي او خوراکي مرستو برابرول ډېر اهمیت لري.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تر دې وړاندې هم د هېواد د پولو په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت په تورخم او د نیمروز ولایت د پل ابریشم په پوله کې، اجباري ایستل شویو کډوالو ته رسېدنې لپاره ورته اقدامات ترسره کړي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۶ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په جنګل یونس، زرمردان، علي آباد او کوتل ګزک کلیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په ناری ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .