د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، SI، UNICEF، WFP، UNFEA او د UNHCR سازمانونو په ملاتړ، د یاد ولایت په نادعلي او مارجه ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو له سروې له بشپړولو وروسته سمدستي ۳۶ سېلابونو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ۱ عدد د کمپلو کېټ، ۲ عدد څراغونه، ۱ عدد د پخلنځي کېټ او له یادې جملې ۱۵ کورنیو هرې یوې ته د بېړنۍ سرپناه کېټ، د UNICEF سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ۱ روغتیایي کېټ، د WFP دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دالنخود، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بسکېټ، د UNFEA سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ۱ روغتیایي کېټ، د UNHCR سازمان له لوري له یادې جملې ۲۱ کورنیو هرې یوې ته ۱ باب خیمه ووېشل شوه او د SI موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵,۵۱۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو سل او اته نوي زره او درې سوه او شپېته (۱۹۸,۳۶۰) افغانۍ د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
