د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو ځایونو او زیانمنو لارو د پاکولو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۶
تصویر

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو شویو لارو او ځایونو د پاکولو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یاد ریاست مسئولینو د دغو پروژو د کیفیت، چټکتیا او د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه، د سالنګ ولسوالۍ له هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې پکې د پاکولو چارې روانې دي. د څارنې پر مهال مسؤلینو ته د چارو د لا ښه تطبیق، د کیفیت په پام کې نیولو او د کار د چټکتیا په اړه لازمې لارښوونې هم وشوې.

اوس مهال د سالنګ ولسوالۍ د للمه سلطان کلي په فرعي سړک کې د وروستیو سېلابونو له امله د راغلو خټو، ډبرو، د غره د ښویدنې له امله د رامنځته شویو رسوباتو او نورو خنډونو د پاکولو چارې په منظم ډول روانې دي، ترڅو د سیمې د اوسېدونکو پر مخ د تګ راتګ اسانتیاوې بېرته برابرې شي او د راتلونکو احتمالي خطرونو مخنیوی وشي.

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وایي، چې زیانمنو شویو سیمو ته پر وخت رسېدنه، د سیمې د اوسېدونکو بیړنیو اړتیاوو پوره کول او د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې او دوامداره وساتي، ترڅو د قدرتي پېښو ناوړه اغېزې راکمې او د خلکو ژوند او شتمنۍ خوندي شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیان‌منو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .