د پنجشیر ولایت اړوند کورابه کلي کې د سیند د لارې چِکړې له پاکولو وروسته د سېلابونو خطر کمښت پیدا کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۳۶
news image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په همکارۍ, د پنجشیر د سیند چِکړې د شتل ولسوالۍ په قول کورابه کلي کې پاکې کړي دي، چې له امله یې د سیند د اوبو د لوړېدو مخنیوی او احتمالي سېلابونو خطر کم شوی دی.
یاده سیمه د سېلابي موادو د راټولېدو له امله د پنجشیر د سیند د اوبو کچې لوړېدو له احتمالي ګواښ سره مخ وه، چې په بیړني ډول د ایسکواټور په وسیله دغه چکړې پاکې شوې او د سیمې د خلکو کرنیزې ځمکې او یو کیبلي پُل په لنډمهال ډول د یاد سیند د احتمالي ګواښونو څخه خوندي پاتې شول.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .