د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د واورې ښویېدنې او د ډبرې نړېدو له امله د شهیدانو ورثه او ټپیانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۲۲:۴۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې په دره، حصه اول او پریان ولسوالیو کې د واورې ښویېدنې او د (سنگغیل) ډبرې نړېدو له امله د ۷ شهیدانو ورثه او ۵ ټپيانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې.

په دې پروسه کې، د مسوولینو په شتون کې، د ۷ شهیدانو هر وارث ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې، ۶ تخته کمپلې، د ژمي جامو یوه بسته، د حفظ‌ الصحې یوه بسته، یو پایه چپرکټ، او د صابون یوه کارټن ووېشل شول. همداراز، ۵ ټپيانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د ولایت مقام له لوري هم، د حصه‌اول ولسوالۍ د واورې ښویدنې له امله د ۲ شهیدانو ورثه، هر یو ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ تنه ماشومانو ته له چاودېدونکو توکو څخه د خوندیتوب زده کړې ترسره کړې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په مرسته، د یاد ولایت په شمالګاه کلي کې ۵۰ تنه ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو او له هغو سره د مخ کېدو په اړه اړینې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWSDC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وچکالۍ له امله ۲,۳۷۵ اغېزمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .