د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۱۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولاست د درې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۲۱۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کونۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۶۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پنځه میلیونه اته سوه پنځوس زره دوه سوه څلوېښت (۵۸۵۰۲۴۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
