د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سیند د بستر د پاکولو او کیندنې چارې بشپړې شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۰
123

 

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس محترم الحاج محب‌الله جاهد، د عنابه ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي فضل‌الرحمن رحماني او د سیمې د سپین‌ږیرو په شتون کې، د دې ولایت د عنابه ولسوالۍ د زمانکور کلي د سیند د بستر د پاکولو او کیندنې پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

یاده پروژه د ۲۵ مترو په پلنوالی، ۱۵۰ مترو په اوږدوالی او ۲٫۵ مترو په ژوروالي، د یوې عرادې اسکواټر په وسیله عملي شوه، چې ټولټال ۱۲۱ کاري ساعته یې په ۱۸ ورځو کې ترسره کړل. د دې پروګرام د پلي کولو پر مهال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چارو د پرمخ بیولو لپاره ۱۷۰۰ لیتره تېل برابر کړل او همدارنګه یې د مرسته کولو په موخه د سیمې ۱۵۰ تنو اوسېدونکو ته خوراکي توکي ووېشل. د دې پروژې ټولیز ارزښت ۴۴۰،۰۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

د دې پروګرام موخه د اوبو د منظم بهیر لپاره د مناسبې لارې برابرول، د سیند د بستر د بندېدو مخنیوی او د سېلابونو د خطرونو کمول وو، چې د سیمې د خلکو په همکارۍ او د اړینو ماشین‌آلاتو په کارولو سره ترسره شو. په پایله کې، د سیند له بستر څخه د رسوباتو او اضافي موادو لویه برخه پاکه کړل شوه.

د دې پروژې په بشپړېدو سره، د اوبو منظمه تېرېدنه برابره او نیږدې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او همدارنګه په سیمه کې د موجود پل لپاره د سېلاب احتمالي خطرونه په څرګند ډول راکم شول. دا اقدام د کرنیزو ځمکو په ساتنه او د سیمې د اوسېدونکو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۲۱ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .