د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د جیولوژیکي او هایدرولوژیکي پېښو له ګواښ سره مخ سیمو د سروې، تشخیص او تثبیت بهیر دوام لري
د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنو سیمو د تشخیص، تثبیت او پېژندنې په موخه، د پنجشېر ولایت د رُخه ولسوالۍ اړوند د کوچه بالا، تتمزار او استور کري کلیو، همدارنګه د پیاوشت د نجونو لېسې او کلینیک په شمول، ۶ هغه سیمې سروې او وارزول شوې چې د ډبرو د احتمالي ښویېدنې او سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.
په دې سروې کې اصلي تمرکز پر استوګنیزو سیمو، عامه تاسیساتو او نورو هغو ځایونو و، چې ټولنیز اهمیت لري، څو د ټولنیز خوندیتوب رامنځته کېدو او له خطر سره مخ ټولنو د زیانمنتیا د کچې د کمولو زمینه برابره شي.
دغه بهیر د یوه تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوی، چې د کانونو ریاست، د پنجشېر د بازارک لوړې حوزې فرعي سیندیزې حوزې، د ولایت مقام د پېښو د چارو کارپوه، د پېښو آمر او د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست استازی په کې شامل وو.
د ترسره شویو سروې ګانو او ارزونو پایلې ښيي، چې یادې سیمې د قدرتي پېښو، لکه واورې ښویېدنې، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د راپرېوتو له ګواښ سره مخ دي.
د دغو سیمو سروې او تثبیت، د احتمالي خطرونو د کمولو او په اوس او راتلونکي کې د قدرتي پېښو د اغېزمن مدیریت په موخه، د وقایوي تدابیرو د پلان جوړونې او عملي کولو لپاره مهم بنسټ ګڼل کېږي.
