د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار کې د هاوان یوه مرمۍ په خوندي ډول له منځه یووړل شوه
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د AREA ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ٧ نمبر ټیم د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په ملا قدرت دره کې د هاوان یوه ٨٢ میلي متره مرمۍ کشف او په خوندي ډول له منځه یووړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د خلکو د ځان او مال خوندي ساتلو په موخه د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د کشف او له منځه وړلو بهیر په چټکۍ سره روان دی او همدارنګه له خلکو یې وغوښتل چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له یاد ریاست سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره ژر تر ژره اړیکه ونیسي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
