د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له یونیسف موسسې سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د همغږۍ پر بنسټ, د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت مرکز ګردېز اړوند ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یو هایجن کېټ او یو بېړنۍکېټ ووېشل شو.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره