د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د احساس خیریه بنسټ په ملاتړ، ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم من بوره، نیم من لوبیا او یو کیلو خرما ووېشل شوه.
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات د احساس خیریه بنسټ له همکارۍ څخه د قدردانۍ ترڅنګ د مستحقو کورنیو د ملاتړ پر دوام ټینکار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې له مرستو برخه منو کورنیو د روژې په مبارکه میاشت د مرستو د وېش په پار خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
