د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۴۳ مستحقو کورنیو ته نغدې, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۳۱
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د RHWO, UNICEF او د IOM سازمانونو په مالي ملاتړ, د دې ولایت اړوند 43 مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې, د UNICEF سازمان له لوري یو عدد هایجن کېټ, یو فامیلي کېټ, د ژمنۍ البسې یو کېټ, د RHWO موسسې له لوري چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) دی هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه, 2 کیلو مالګه, 18.2 کیلو غوړي, 25 کیلو دال, 1.5 کیلو د ماشومانو لپاره مغذي مواد او د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته 8,500 افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې. چې د نغدو پیسو اندازه ټولټال درې سوه او پنځه شپېته زره او پنځه سوه (365,500) افغانۍ کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۷ هـ ق

له پېښوسره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .