د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
123

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې او څارنه ترسره کړه.

د دې سفر په ترڅ کې، د وازېخوا ولسوالۍ د شامردان په کلي کې د یوه سربند تخنیکي سروې ترسره شوه. همدارنګه، د ګومل ولسوالۍ د شاوزې په کلي کې د یوه استنادي دېوال تخنیکي سروې وشوه او د پروټانو په کلي کې د یوه کاریز د پاکولو له بهیر څخه هم لیدنه وشوه؛ د دغه کاریز د پاکولو لګښت د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ورکول کېږي.

همدارنګه، د پروټانو کلي د کاریز د ساتنې او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د یوه استنادي دېوال د جوړولو تخنیکي سروې هم ترسره شوه، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې یې د جوړولو چارې پیل شي.

د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له اقداماتو او همکاریو هرکلی وکړ او په خپلو سیمو کې یې د ورته پروژو او مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه. پاینده خان، چې د سیمې له اوسېدونکو څخه دی، د دغه ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او د ورته اقداماتو د دوام او پراختیا غوښتنه یې وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .