د پېښو چارو د انسجام معین د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدام څخه لیدنه وکړه او د مرستو په مدیریت کې یې پر روڼتیا او نظم ټینګار وکړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۵۷
123

د پېښو چارو د انسجام معین محترم الحاج ملا عبدالوالی څارنوال (حاجي وارث)، بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې، د منظم کاري پلان له مخې او په نورو ولایتونو کې د مرستندویه توکو د ګدامونو له ارزونې وروسته، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي محمد اکرم اکبري او د هغه مل پلاوي په ملتیا، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوراکي او غیرخوراکي توکو له ګدام څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د انسجام محترم معین د ګدام د خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب وضعیت له نږدې وڅېړه او د بشردوستانه مرستو د اصولي، شفاف او معیاري مدیریت پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د خوراکي توکو د زېرمه کولو او د وېش په بهیر کې نظم، شفافیت او ځواب‌وینه د خلکو او همکارو بنسټونو د باور د جلبولو لپاره بنسټیز رول لري.

محترم حاجي وارث همدارنګه لارښوونه وکړه چې معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د شفافیت د لا زیاتوالي په موخه، د ګدام دننه د خوراکي، غیرخوراکي او نورو مرستندویه توکو د ځانګړتیاوو لوحه نصب شي، تر څو د توکو ډول، اندازه، کیفیت، د ترلاسه کولو نېټه او د پای نېټه (انقضا) په واضح ډول په کې درج شي. هغه زیاته کړه چې د دغو مواردو رعایت د توکو له ضایع کېدو مخنیوی کوي او د وېش پر مهال هم اسانتیا، دقت او چټکتیا رامنځته کوي.

په دوام کې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ رئیس، محترم مولوي محمد اکرم اکبري، د پېښو چارو د انسجام معین له پاملرنې، لیدنې او لارښوونو څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې ټولې ورکړل شوې لارښوونې به په جدي توګه عملي شي او د مرستندویه توکو د ساتنې، ثبت او مدیریت د سیستم د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتل شي.

دا لیدنه د څارنې د پیاوړتیا، د شفافیت لوړولو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې په برخه کې د مدیریتي وړتیاوو د ښه کېدو په موخه ترسره شوې او په بدخشان ولایت کې د بشردوستانه مرستو د سالم او اغېزمنې کارونې پر لور یو اغېزناک ګام بلل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۴۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تخنیکي کمېټې غونډه ترسره کړه

نن ورځ د پنج‌شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ترمنځ، په یاده اداره کې د همکاریو د اسانتیا او پراختیا په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۳
Background image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۷ شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په یاد ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ وېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .