د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ وېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د جوند ولسوالۍ اړوند ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵،۲۷۲ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اوه میلیونه او نه سوه او اته زره (۷،۹۰۸،۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
