له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تخنیکي کمېټې غونډه ترسره کړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۴۲
123

نن ورځ د پنج‌شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ترمنځ، په یاده اداره کې د همکاریو د اسانتیا او پراختیا په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د تخنیکي کمېټې مسوول، محترم برهان‌الدین شینواري، د نړیوالو اړیکو ریاست د اقتصادي همکاریو آمر، احمد سمیر کوهدامني، د پېښو مدیریت د معلوماتو ملي سیستم (NDMIS) آمر، سمیع‌الله حیات او د بیړنیو حالاتو ریاست رضاکارانو ګډون درلود. همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرکزي زون مسوول، صدیق‌الله امین، او د دې پروګرام د همکارو مؤسسو یو شمېر استازو په غونډه کې ګډون درلود.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د لاسلیک شوې نقشې لارې په چوکاټ کې د دواړو بنسټونو د همکاریو څرنګوالي، د ګډو بشري فعالیتونو پراختیا، راتلونکو ستراتیژیکو همکاریو، د دې ادارې له رضاکارانو سره د همکارۍ، او د بشري فعالیتونو د لا اسانتیا په اړه بحث وکړ، تر څو خلک وکولای شي له مرستو څخه لا زیاتې ګټې واخلي.

همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام پلاوي، له دې ادارې څخه د مؤسسو لپاره د رامنځته شوو اسانتیاوو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دواړو بنسټونو د کاري همغږۍ او ثبات په نظر کې نیولو سره، دوی ډېره لېوالتیا لري چې په راتلونکي کال کې د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه له دې ادارې سره د خپل اصلي سکتور په توګه لاسلیک کړي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۵۹
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یادې موسسې په ملاتړ او له شته امکاناتو په ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز اړوند د سیند د بیستر د پاکولو چارې پیل کړې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند په بسراق سیمه کې د تېرو سیلابونو له امله له خاورو او ډبرو څخه د ډک شوي سیند د بستر د پاکولو چارې پیل کړې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .