د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۱۳۲ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۲,۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او شپږ سوه او درې شپېته زره او دوه سوه (۱,۶۶۳,۲۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
په پای کې، مرسته ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او Save the Children څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې دا ډول مرستې دې دوام ومومي.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
