د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Feb 26 2026 2:08 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۱۳۲  مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې. 

په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۲,۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او شپږ سوه او درې شپېته زره او دوه سوه (۱,۶۶۳,۲۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

په پای کې، مرسته ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او Save the Children څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې دا ډول مرستې دې دوام ومومي.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .