د پېښو چارو د همغږۍ معین د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل او کندهار ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، ارزګان ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د ارزګان ولایت له والي، محترم الحاج مولوي عنایت الله شجاع سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري حضرت الله امدادالله په شتون کې وکتل. دغه ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو تعقیبول او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د ارزګان محترم والي صاحب، د ښه راغلاست ترڅنګ د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د ارزګان خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
په پای کې محترم والي صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې، یاد پلاوي د ارزګان ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره