د پېښو چارو د همغږۍ معین د غور ـ هرات پر لویه لاره د پلچک د جوړېدو د بهیر څارنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۱
news image

تېره ورځ جمعه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غور ولایت فیروزکوه ښار د بره‌خانه کلي د غور ـ هرات پر لویه لاره د یوې وقایوي پروژې د پلې کېدو له بهیر څخه د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم ملا عبدالوکیل عبیدالله، په ملتیا څارنه وکړه.
دا وقایوي پروژه ټولټال د ۹۹۹,۱۵۰ افغانیو په ارزښت د پلې کېدو په حال کې ده او د ۶ مترو په اوږدوالي، د ۹ مترو په پلنوالي او د ۵ مترو په لوړوالي یو پلچک په کې شامل دی. له بشپړېدو وروسته به په دې لاره د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو تګ راتګ په اسانه او معیاري ډول ترسره کېږي.
محترم څارنوال صاحب د لیدنې پر مهال وویل، د وقایوي پروژو پلي کېدل د خلکو د ځاني او مالي زیانونو کچه راکموي او د هېواد د بنسټونو د زیانمنېدو کچه را ټیټوي. له همدې امله دا ډول پروژې زموږ د ادارې د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري، او دا مهال د غور ـ هرات پر لویه لاره د بره‌خانه په کلي کې یوه مهمه پروژه عملي کېږي.
د پېښو چارو د همغږۍ معین د پروژې د مسئولینو له مفصل راپور اورېدو وروسته پر شفاف، چټک او معیاري ډول پلي کېدو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې له معیاري موادو، په ځانګړي ډول د غرنیو معدني ډبرو څخه چې د سمنټو د جذب وړتیا لري، کار واخیستل شي، تر څو د پروژې استحکام او دوام یقیني شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې له پیل وړاندې په دې لاره کې د وسایطو په تګ راتګ کې جدي ستونزې موجودې وې، چې له بشپړېدو وروسته به یې د خلکو ستونزې حل او د تګ راتګ بهیر اسان شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .