د چارو ادارې مرستیال سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال لیدنه
مطیع الله صافی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د ښاغلي عبدالکریم توطاخیل د دولت د چارو د همغږۍ مرستیال او ښاغلي ولي محمد شبګیر د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د حکمونو، لارښوونو او فرمانونو د تعقیب رییس سره وکتل.
دغه ناسته د چارو ادارې عمومي رییس سره د وروستۍ ناستې په تعقیب چې ننګونو، ستونزو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د راتلونکو پروګرامونو په هکله شوې وه، ترسره شوه. او د اداري، مالي او جوړښتي چارو کې د اصلاحاتو پلي کولو عملي میکانیزمونو باندې هر اړخېزې خبرې وکړې.
