د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ د عسقلان او تورهکش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې پیل شوې
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ګلتپې ولسوالۍ د عسقلان او تورهکش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې رسمآ پیل کړې.
دا سربند چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و، اوس د اوبو د منظم جریان د بېرته برابرولو، د سیمې د اوسېدونکو او کروندګرو د ستونزو د هواري په موخه تر ترمیم لاندې نیول شوی دی.
د ترسره شوې تخنیکي سروې او ارزونې پر بنسټ، د دې سربند زیانمنې برخې د ډبرو، بوریو او پړي په وسیله ترمیم او پیاوړې کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې سربند ویجاړېدو پخوا د سیمې د کرنې او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو منظم جریان برابر شي او ګټه اخیستونکو ته به د کانال له اوبو څخه د لا اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
