د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۵۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۲۳:۵۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، په ده سبز ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ۵۰۰ زیانمنو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالر یا د هغه معادل افغانۍ په درېیو قسطونو کې وېشل کېږي چې نن ورځ د مسؤلینو په شتون کې له یادې جملې ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته د لومړي قسط ۱۱,۵۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې پاتې نورو کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې  هم نغدي مرستې ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۸۳ کورنیو ته چې کورونه یې د قدرتي پېښو له امله په بشپړ او نیمه ډول وېجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۱ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ په قراء دوشاخ، چمالورده او بلاق و بوته وار کلیو کې د هغو ۱۱ سیمو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .