د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوی رئیس معرفي او کار یې پیل کړ

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۵:۱۶
news image

کابل- د ربیع الاول ۱۹-۱۴۴۶
مولوي نجیب الله انوري نن د یکشنبې ورځ، د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوی رئیس په توګه وګمارل شو. محترم مولوي عبدالهادي همت، د مقام د دفتر ریاست سرپرست چې مولوي صاحب انوري یې کارکونکو ته ور معرفي کړ په خپلو خبرو کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پخواني رئیس د کړنو په ستاینې سره ووېل: دولتي پوسټ یو امتیاز نه بلکه یو مسؤلیت او امانت دی او ترڅنګ یې نوموړي د مسؤلینو د اوامرو په اطاعت ټینګار وکړ. ورپسې د کابل ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر د تشکیل تشریح کولو، کارکونکو معرفي کولو او د همکاري ترسره کولو د ژمنې ترڅنګ له خدای ج څخه ښاغلي نوري ته په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري محترم دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۳۵۱۰ کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA) د شریکانو د لوړې کچې ناسته ترسره شوه

د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA) د شریکانو د لوړې کچې د همغږۍ ناسته د همکاریو د پیاوړتیا، د نویو معلوماتو د تبادلې، د ستونزو د ارزونې او د مستندو پرېکړو د ملاتړ په موخه د اړونده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زلزله ځپلو د لنډمهاله هستوګنې لپاره د خېمو د درولو بهیر دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له تېرې ورځې راهیسې، د خپلو شته امکاناتو په کارولو او د همکارو ادارو په ملاتړ، په کونړ ولایت کې د هغو زلزله ځپلو لپاره چې کورونه یې بشپړ نړېدلي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .