د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ګبیوني دېوال د جوړولو چارې پیل کړې 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۲۹
تصویر خبر

د امیر المؤمین حفظه الله د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ په لوی کلي کې، د سېلابونو د زیانونو او خطرونو د مخنیوي په موخه د یو کبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۷۲ متره اوږدوالي په درلودلو سره، چې تمویل کوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده د نه سوه او پنځه لس زره او شپږسوه اتیا (۹۱۵،۶۸۰) افغانیو په ارزښت پیل کړې. 
د یادې پروژې د پرانستې مراسم، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د محترم رئیس، د یادې ولسوالۍ د محترم ولسوال، د مرکزي ادارې د مسؤلینو، مخوروسپین ږیرو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول، چې د جوړولو چارې یې د یو ساختماني شرکت لخوا پیل شوې.
د یادونې وړه ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې وګړي په زیاته کچه د طبیعي پېښو له خطرونو څخه خوندي شي او د سیمې خلکو دا کړنه وستایله او د دې نظام د ثبات او بقا لپاره یې د خیر دعا وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .