د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳٦ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ د یاد ولایت په میربچه کوټ او کلکان ولسوالیو کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۳٦ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ۱ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، یوه جوړه بوټ، درې جوړې جامې، ۱عدد ۱۰ لېټره د اوبو بشکه، شل پاکټه د ابو پاکولو ګولۍ او ۵ کلچې د لاس وینځلو صابون ووېشل شو.
د یادولو وړ ده، چې دا توکي د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له شته امکاناتو څخه د نقلیه وسایطو په واسطه ور ولېږدول شول، چې په ترلاسه کولو سره یې زیانمنو شویو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه او قدردانی وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱٢ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره