د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۲۲:۴۲
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسي  په مالي ملاتړ, د کابل ښار په دریمه او اووهمه حوزو کې ۲۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د درېیم قسط نغدي مرستو په ترڅ کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۷۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې او په مجموع کې ۶۳۷۲۰۰ (۶ سوه ۳۷ زره او ۲۰۰) افغانۍ نغدي مرستې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ترسره شوې, چې په ټولیز ډول هره کورنۍبه ۳۲۰ ‌ډالر یا د هغه معادل افغانۍ په اته قسطونو کې ترلاسه کړي.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت د نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.

نیټه:۱۴۴۶/۶/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۰:۴
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۷ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رازي مؤسسې په مالي همکارۍ، په اناردره ولسوالۍکې ۲۸۷ بېوزله کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
دا بهیر له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۶:۳۴
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې ٤١٨. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .