د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۲۱:۳۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-Habitat موسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د کابل ښار شپږمې, دیارلسمې او اوولسمې ناحیې اړوند ٣٠٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۷۴ ‌ډالر ووېشل شول چې په مجموع کې ۸۲,۲۰۰ ډالر د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړي شوي وو.
ورته مهال له مرستو برخه منو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د یوه مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل شو

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د هېوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د خونديتوب په موخه، د ولي محمد شهید ولسوالۍ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۳ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۱۱۳ کورنیو ته چې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې، تر سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۲:۶
Background image

د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل شو

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د هېوادوالو د ځان او مال د خونديتوب او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د عنابه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .