د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۸
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو د ملاتړ او SI مؤسسو په مالي ملاتړ، د سروبي ولسوالۍ ۸۸ هغو کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د مرستو د وېش په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د IOM سازمان له لوري ۲۲ قلمه بېلابېل غیرخوراکي توکي، ۳  تختې کمپلې، د ماشومانو د ملاتړ موسسې لخوا هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته، د SI موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۴۰۰ افغانۍ او د WFP سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو مؤسسو څخه د مرستو په پار مننه او قدردانی وکړ. 

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۴
Background image

د پروان په سیاه‌ګرد ولسوالۍ کې ۱۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې د ۹ شمېرې ټیم د ناچاودو توکو د لټون او پاکولو عملیاتو په ترڅ کې، د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د انجنیري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .