د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول
د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر بنسټ، د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۵مه، د دغې ادارې د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست، د DRC ماینپاکۍ مؤسسې د بېړني غبرګون ټیم له لارې د ولسوالۍ د مقام په همغږۍ او د سیمهییزو خلکو په همکارۍ د جګړې پاتې درې فیره ناچاوده توکي په خوندي ډول له منځه یووړل.
همدارنګه، د ولسوالۍ د مقام او سیمهییزو خلکو د معلوماتو پر بنسټ، د جګړې درې نور پاتې ناچاوده توکي هم په اړوندو سیمو کې پېژندل شوي او په اړه یې راپور ورکړل شوی دی، چې د هغوی د له منځه وړلو عملیات د راتلونکو ورځو لپاره پلان شوي دي.
