د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د GNI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د ورستیو اورښتونو له امله ۲۲۹ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلويي غنم او یو د ماشومانو د جامو کیټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره