د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۶ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۸۰۶ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې دوه بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال، ۳ کیلو سوپر سریل او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
