د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۴۶۱ کورنیو لپاره د نغدي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۳۵
news image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍنړیوال سازمان(IOM) په مالي ملاتړ, د یاد ولایت مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند د ۱۴۶۱سېلاب ځپلو, کډوالو او بېوزله کورنیو لپاره د نغدي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د مرستو د وېش په دی بهیر کې نن ورځ د سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې ۳۱۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۷۸۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او یوه ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۶۱ کورنیو لپاره ۲۶۰۰۵۸۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي او پاتې نورو کورنیو ته به تر راتلونکو څلورو ورځو پوري دا مرستې ووېشل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

په کندهار ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د DRC ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT، د یاد ولایت د دامان ولسوالۍ په پنځلسمه او شپږمه ناحیه کې ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

په تخار ولایت کې د اومر ماین پاکۍ موسسې د پوهاوي ورکولو له روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست په کلفګان ولسوالۍ کې د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د پوهاوي ورکولو روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد پروګرامونه له پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .