د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د چک‌ډیم پاکولو له کار څخه څارنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۴۲
تصویر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د شین څاه تنګي په سیمه کې د اوبو د چک‌ډیم پاکولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه او د پروژې د پلي کېدو بهیر، کیفیت او پرمختګ یې وارزاوه.

دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري د ۱۴۰۰ لیټره تېلو په برابرولو او د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لیټره نورو تېلو په چمتو کولو پلې کېږي. همدارنګه، د پروژې د پلي کولو لپاره اړین ماشین د کورنیو چارو وزارت له لوري برابر شوی، چې د پاکولو کار یې چټک کړی دی.

د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ارغستان ولسوالۍ د څلورو کلیو شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ، ۴ جوماتونه او نږدې ۳۰۰ باوړۍ د پروژې له ګټو څخه په مستقیم ډول برخه من شي. همدارنګه به د اوبو د مدیریت ښه والی، د سیلابونو د خطر کمښت، د کرنیزو ځمکو ساتنه او د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړ شي. چې د سیمې پر کرنه او د خلکو پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز ولري.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د اړوندو ادارو، همکارو بنسټونو او ځایي خلکو په ګډې همکارۍ به د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو په موخه د ورته وقایوي پروژو پلي کول دوام ومومي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .