د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ساتنې نړیوالې موسسې (Save the children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په لوړ میوند ولسوالۍکې ۱۲۵مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د ژمنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۴,۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۱,۸۳۷,۵۰۰ (۱ میلیون, ۸۳۷ زره او ۵۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره