د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بارانونو او اورلګېدنې له امله ۱۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست، د ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۱۰ تختې کمپلې او ۱ پلاستیکي سطل ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۷/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
