د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ماین او چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د ایریا موسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د 070606060 شمېرې له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ د څېړنې او پاکولو د عملیاتو لپاره د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ شابید کلي ته واستوه.
د لټون د عملیاتو پر مهال، یوه کړۍد ټانک ضد ماین چې د تېرو جګړو (احتمالاً د شوروي د وخت) پاتې شونی و، او اته عدده ناچاوده توکي وموندل شول. دا خطرناکه چاودېدونکي توکي یو خوندي ځای ته انتقال او د تخنیکي ټیم لهخوا په بریالیتوب سره خنثی او له منځه یووړل شول.
د دې عملیاتو په پایله کې، ۴۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۷۰ کورنۍ په غیرمستقیم ډول د ماین او چاودېدونکو توکو له احتمالي ګواښونو څخه خوندي پاتې شوې.
همدارنګه، د خلکو د پوهاوي د زیاتوالي په موخه د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. تخنیکي ټیم د سیمې له اوسېدونکو سره وکتل او هغوی ته یې د ماینونو او چاودېدونکو توکو په بشپړه توګه له منځه وړلو ډاډ ورکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
