د کندهار ولایت په ښکته شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ کلیو اساسي لاره له ماینونو پاکه او بېرته پرانیستل شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۲
news image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د هیلو ټرسټ (HALO Trust) ماین پاکۍ مؤسسې په همکارۍ، د ښکته شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د ادرونیکې سیمې د تګ راتګ لاره له ماینونو او ناچاوده توکو څخه په بشپړه توګه تر پاکولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ماین پاکۍ د دغه پروګرام د پلي کېدو په پایله کې، د یادې لارې ۱۶,۹۷۱ مربع متره سیمه د یوې میاشتې په موده کې له ماینونو، ناچاوده توکو او نورو جګړه‌ییزو پاتې شونو څخه پاکه شوه.

د پاکولو د عملیاتو پر مهال، ۷ کړۍ په لاس‌جوړ شوي ماینونه (IED) او شاوخوا ۲۸۰ قلمه ناچاوده توکي او جګړه‌ییز پاتې شوني کشف شول، چې د متخصصو ټیمونو له لوري په خوندي ډول شنډ او له منځه یووړل شول.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې د همکارو بنسټونو په همغږۍ به د ماینونو او ناچاوده توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او له خطر سره مخ سیمو کې د خلکو لپاره د خوندیتوب رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .