د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې د ۸۷۳ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې له لوري نغدې مرستې ووېشل شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۱۵
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې، د DRC مؤسسې، د ترکي IFAM مؤسسې، د اسعدآباد صرافۍ او د افغان سوداګرو په ملاتړ، د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل دره په بېلابېلو کلیو کې د ۸۷۳ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې, د تُرکۍ IFAM مؤسسې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ ډالر، د DRC مؤسسې له لوري ۴۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ, د ننګرهار د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د کابل د سوداګرو ټولنې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د قاري عبدالله، د جلال‌آباد سوداګر له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو افغان سوداګر له لوري ۲۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰ افغانۍ، د اسعدآباد صرافۍ له لوري د ۱۳ شهیدانو هر یو ورثه ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ۹ نورو شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ، د یو بل افغان سوداګر له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ګډې کمېټې د دوامدارو هڅو قدرداني وکړه او دغه مرستې یې اغېزمنې وبللې.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۱۵
Background image

د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې د ۸۷۳ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې له لوري نغدې مرستې ووېشل شوې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې، د DRC مؤسسې، د ترکي IFAM مؤسسې، د اسعدآباد صرافۍ او د افغان سوداګرو په ملاتړ، د څوکۍ ولسوالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۱۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیرخوراکي توکو دوه کېټونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۱:۲۶
Background image

د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې د ۶۱۲ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې د خیرالنصر مؤسسې، د نصیر خیریه بنسټ، د یونیسف دفتر او د یو افغان سوداګر په ملاتړ د څوکۍ ولسوالۍ د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .