د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۳:۵۳
news image

د عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله د لارښوونې پر بنسټ, د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه, هر ولایت ته د وقایوي پروژو د پلې کولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانکړې شوې دي, په همدې چوکاټ کې, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د لومړنۍ سروې ترسره کولو وروسته د هېواد په کچه بېړنۍ وقایوي پروژې پلې کوي.
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د منورې ولسوالۍ په ډبونو کلي کې د یو خوړ په اوږدو کې، د سېلابونو له خطرونو څخه د خلکو د ژوند، هستوګنځایونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د ۴۰,۰۰۰ (څلوېښت زره) افغانیو په ارزښت د ۸۰ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو کار رسماً پیل کړ.
د ډبونو د کلي دا خوړ چې هر کال د موسمي سېلابونو پکښې د راوتلو له امله ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړوي, د یاد استنادي دېوال په جوړېدو سره به نږدې ۳۰۰ کورونه، پراخې کرنیزې ځمکې، یوه دیني مدرسه او یو جومات د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي. د دې پروژې موخه د سېلابونو د خطرونو کمول، د خلکو د شتمنیو ساتنه او د خوړ دواړو غاړو ته د سیمو خوندیتوب دی. دغه دیوال به د انجنیري اصولو پر بنسټ جوړ شي، ترڅو د اوږد مهاله مقاومت وړتیا ولري.
د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی وکړ او ترڅنګ يې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې, د ولایت مقام او د دې ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ رياست څخه د دوی د ستونزې د حل لپاره د عملي ګام  اخیستو په پار مننه او قدرداني وکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .