د کډوالو د نړیوال سازمان رئیسي، د خوړو د نړیوال پروګرام رئیسي،  او د UNICEF رئیس په تورخم کې د اجباري اېستل شوو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۹:۲
تصویر خبر

نن ورځ شنبه له غرمې وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) رئیسي اغلي میا پارک، د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) رئیسي اغلي موټنتا، د UNICEF رئیس تا ج الدین،
   او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR)  او د OCHA  استازو د خپلو مل پلاوو سره يوځای له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په شتون کې په تورخم کې د اجبري اېستل شوو کډوالو لپاره د یادې ادارې لخوا د جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ترابي صاحب د پنډغالي د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د پنډغالي د جوړېدو چارې لا تر اوسه بشپړې شوې نه دي خو هڅې دوام لري څو د معیاري پنډغالي په جوړولو سره کډوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه چې موږ په دې پنډغالي کي څه دپاسه ۴۰۰ معیاري خیمې لګولي  دي او  ټولي اسانیتاوي مو ورته برابري کړي دي  همداراز د کډوالو د  امنیت ساتلو لپاره موږ پر ټول کمپ باندي سیم خاردار را ګرزولی دی.
د ادارې سرپرست د کډوالو د شمېر د زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې د مرستندویه سازمانونو لپاره زمینه برابره شوې ده څو خپلې مرستې په چټکۍ او شفاف ډول کډوالو ته ورسوي.
په دې دوام کې د کډوالۍ نړیوال سازمان رئیسي د ترابي صاحب دپوره  معلوماتو  ورکولو څخه مننه وکړه او ویې ویل  خوشحاله یم چې دا ځل مو دلته د کډوالو په پنډغالي کې سره ولیدل اغلي وویل چې موږ د کډوالو د وضعیت ارزونه کوو ترڅو هغوی ته لا ډېرې مرستې برابرې کړو.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .