له حیرتان بندر څخه سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته ۶,۰۰۰ بورۍ اوړه او ۶,۰۰۰ بورۍ وريجې انتقال شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۳:۴۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد شمالي ولایتونو ته د قزاقستان هېواد د بشري مرستو د لېږد بهیر پیل شو.
په همدې چوکاټ کې، تېره ورځ پنجشنبه، ۶,۰۰۰ بورۍ اوړه او ۶,۰۰۰ بورۍ وریجې له حیرتان بندر څخه سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته انتقال شوې. چې د هر ولایت لپاره ۲,۰۰۰ بورۍ اوړه او ۲,۰۰۰ بورۍ وریجې ځانګړې شوې دي.
دا مرستې به د یادو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو په ګدامونو کې ځای پر ځای شي او د اړتیا په وخت کې به مستحقو او زیانمنو کورنیو ته ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۹ هـ.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۴۵
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دDAFA ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ په انګور تاک کلي کې ۱ عدد د پرسونل ضد ماین ، ۲ عدده ناچاودیدونکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحو د لګولو لړۍ پیل کړه 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدين ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د ياد ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې یو عدد چاودېدونکی توکی کشف او خنثی شو

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DAPA ماین پاکۍ موسسې د تخنیکي ټيم په ملاتړ، د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ په بازګیر د سر وي سیمه کې، له تېرو جګړو څخه پاتې شوی یو عدد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .