له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک کډوالو نړیوالي موسیسې  تر منځ دګډو همکاریو تفاهم نامې لاسلیک شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۷:۳۹
news image

نن ورځ سي شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي   او دډنمارک دګډوالو نړیوالي موسیسې درئیسي دسوریې هیواد اتباع دانیا الشریف ترمنځ  دوی تفاهم نامې لاسلیک شوې.
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي   د ډنمارک موسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دهغه ترڅنګ یی زیاته کړل چي باید دټولو موسیساتو او دولتي ادارو په ګډه کار وکړو ترڅو دطبعي پیښو او غیر طبعي پیښو پر وړاندي مبارزه وکړو او پر وخت موخلګ دمرستو څخه برخمن سي. 
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي باید ټول مؤسیسات خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو افغان اولس دفقر او بي وزلۍ څخه وژغورل سي.
د ډنمارک کډوالو نړیوالي موسیسې رئیسي دانیا الشریف وویل چي دنورو هیوادونو په ګډون  شاوخوا ۲۵ کاله کیږي چی یاده موسیسه په افغانستان کي هم فعالیت کوي او دکډوالو سره؛ جنګ ځپلو؛دماین پاکۍ؛او په بیړنیو حالتو کي په طبعي او غیر طبعي پیښو کي دافغانانو سره مرسته کوي. 
همدارنګه یی له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې دکارونو څخه خوښي څرګنده کړل او وویل چي پر وخت یی زموږ کارونه خلاص کړي دي او زموږ ملاتړ ئی  کړی دی.
لمړۍ تفاهم نامه چي د ۱۴۹۳۰۱۵ ډالرو په ارزښت  په کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، کندهار، زابل، هلمند، نیمروز فراه، بادغیس ، لغمان، او کونړ ولایتونو کي دیوکال په موده کي بیلابیلی پروژې لکه د۷۰۰ تعلیم او روغتیایی مرکزنو  دمنفجره توکو څخه پاکول او ورسته دسولرونو نصبول او ګټه ځیني اخیستل.
او دوهمه تفاهم نامه چي د ۱۸۴۴۴۱۴ ډالرو په ارزښت په   کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني،  کندهار، زابل، هلمند،هرات، فراه، بادغیس ،ننګرهار، کنړ، او نورستان ولایتونو کي دبیړنیو حالتو دبشر دوستانه پیاوړتیا او محلي ماین پاکۍ په برخه کي دیوه کال په موده کښي به مصرف سي. 
 نیټه؛ ۱۴۴۶/۳/۲۸ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .