له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځي افغان ښځو لپاره د مؤسیسې تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۳۹
news image

نن ورځ پنج شنبه له پیښو سره دمبارزې  امادګی ملی اداری سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او دښځي افغان ښځو مؤسیسې رئیس فریدون نوري او د پروژي مسؤل شفیق الله سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ترابي صاحب دیادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او  دژمني توکو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ او وویل چي تر بل هر وخت کورنۍ په ژمي کي هر ډول مرستو ته اړتیا لري.
همداراز ترابي صاحب وویل چي په هر ولایت کي مؤسیسات توزیع او یاهم سروې کوي باید په شفافیت او چټکۍ سره وکړي ترڅو خلګ پر وخت د مرستو څخه برخمن سي.
د یادی مؤسیسې رئیس فریدون وویل چي زموږ مؤسیسه  په ۲۲ ولایتونو کي فعالیتونه لري   او تل یی دسیلاب ځپلو؛ مهارجرینو، زیانمن شوو، روغتیا او پوهني په برخه کي همکاري کړي ده.
ښاغلي نوري ددې ادارې دسرپرست ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړل چي تل یی زموږ سره په هره برخه کي همکاري کړي ده او زموږ ملاتړ یی کړی دی.
دیادوني وړ ده چي  یاده مؤسسه د۳۸۸۴۲ ډالرو په ارزښت دهرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کي د۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د۱۵۵.۳۷ یو سل پنځه پنځوس اشار یې اوه دیرش ډالرو په ارزښت هري کورنۍ ته ژمني مرسته ورکوي چي یو باب دروازه، یو تخته فرش، یوه تخته کمپل،یو دانه څادر، یودانه ټیکرۍ،یودانه،بخار دیګ، یودانه چایبر، او یودانه دچایو ترموز هر کورنۍ ته ویشل کیږي 

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹  هـــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .